د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نېنګ د اګست په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د امریکې ولسمشر د امنیتي چارو سلاکار جک سلېوان به د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د چین د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر وانګ يي په بلنه د روانې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې چین ته سفر وکړي او په ترڅ کې به یې د چین او امریکې ترمنځ د نوې دورې ستراتيژیکې همغږۍ او مشورې وکړي.