د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۳مه نېټه د برېټانیا له صدراعظم کیر ستارمیر سره ټلیفوني خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ لومړی د برېټانیې صدراعظم په توګه د ښاغلي کیر ستارمیر د ټاکل کېدو په پار مبارکي وویله. هغه په اشارې وویل، اوس نړیوال وضعیت د پېچلي بدلون په حال کې دی، چین او برېټانیا باید د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو او د نړۍ د عمده اقتصادونو په توګه په غوره لرلید او ستراتيژیکې نظریې خپلمنځي اړیکې پرمخ یوسي. چین غواړي له برېټانیا سره د متقابل احترام پر بنسټ مساوي ډیالوګ وکړي، د پولي چارو، زرغون اقتصاد او مصنوعي ځيرکتیا په شمول برخو کې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، څو ګډې ګټې د دواړو خواوو د اړیکو بنسټ وګرځي.
ښاغلي ستارمیر د پاریس اولمپیک لوبو کې د ښو لاسته راوړنو په پار د چین لوبډلې ته مبارکي وویله او په ډاګه یې کړه چې د برېټانیې او چین ترمنځ لا نورې ژورې همکاریزې اړیکې د دواړو خواوو له دایمي ګټو سره سمون لري. برېټانیا غواړي له چین سره د مختلفو کچو تماس او ډیالوګ پياوړی کړي، د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه له چین سره همغږۍ وساتي، چې د نړۍ د امنیت او ثبات ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.