د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د لوېديځې سیمې د ودې په اړه غونډه جوړه کړه
CMG2024/08/24 10:37:49
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د اګست په ۲۳مه نېټه د خپل هېواد د لوېديځې سیمې د ودې او پرمختګ د ځینو پالیسیو او ګامونو د مشورې او بحث غونډه جوړه کړه. د یادې مرکزې کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

په دغه غونډه کې یادونه شوې چې د هېواد د لوېديځې سیمې وده او پرمختګ د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا ټاکل شوې مهمې پرېکړې دي، اړوندې ادارې باید د چیني شکله عصري کېدو په پروسه کې د دې کار مهم ارزښت ښه وپېژني او د لوېديځې ناحیې د سیمه ییز توان او دوامدار پرمختګ ځواک د لوړولو لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي.

په یاده غونډه کې پر دې ټینګار شوی چې اړوند ارګانونه باید په هراړخیزه توګه اصلاحات لا نور ژور کړي، د لوېديځې سیمې د رښتینو حالاتو له مخې دې د عصري کېدو لارې چارې وټاکي، د دې سیمې د طبیعي چاپېریال د ښې ساتنې تر څنګ دې  زرغون پرمختګ پرمخ یوسي.