د فیجي له صدراعظم رابوکا سره ځانګړې مرکه
CMG2024/08/24 15:56:42
شريکول:

د فيجي صدراعظم سيتويني رابوکا چين ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د اقليمي بدلون په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه يې خپلې نظريې شريکې کړې.

رابوکا ويلي، د ارام سمندر هېوادونه مخ په سختېدونکي اړيکو کې ښکېل دي. هغه هېوادونه چې د سړې جګړې په شان د ډله ييزې مقابلې د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، بايد له پوځي ګواښونو څخه لاس واخلي، خپله اراده پر نورو هېوادونو تحميل نه کړي او له اړوندو خواوو سره په سوله ييزه توګه شته اختلافونه حل کړي.

هغه د اقلیمي بدلون په اړه ويلي، فیجي به د " ابي پاسيفيک ۲۰۵۰ ستراتیژۍ" ته دوام ورکړي، په سوله ییز ډول د دوامدار پرمختګ اهداف به پوره کړي، د خلکو د ژوند معیارونه به لوړ کړي او ملي سمسورتيا ته به وده ورکړي. په دې اهدافو او اقداماتو سره به فيجي سمندر، ځمکې، هوا او سرچینې ويجاړې نه کړي.

نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندیز شوی د انسانانو د ګډې برخليک ټولنې، په تېره بيا د چین- د پاسيفيک سمندري هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د تاسيس په غوښتنې مواقفه څرګنده کړه او و يې ويل، چې نړيوال يووالی او د انسانانو سوکالي د فيجي د پرمختګ عمده هدفونه دي.