د مالي لنډمهالي حکومت د اګست په ۲۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د سختو اورښتونو له امله سیلابونه رامنځته شوي، دغه هېواد له همدې ورځې څخه د ناورین حالت ته ننوتلی دی.
په یاده اعلامیه کې راغلي، د سږ کال له جون راهیسې په مالي هېواد کې شاوخوا ۷ زره کورنۍ او نږدې ۵۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغېزمن شوي او ۳۰ تنه مړه شوي دي. حکومت به د غلودانو د خوندیتوب ساتلو او له ناورین ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ۶،۸ میلیونه ډالره بېل کړي.