د پاکستان پولیسو د اګست په ۲۴مه نېټه وویل، د دې هېواد په بلوچستان کې په همدې ورځ یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د یوې ښځې په شمول ۳ تنه ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د ځايي پولیسو په قول، یوه بریدګر د بلوچستان د پشین سیمې په یو بازار کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي منفجر کړل او له امله يې یاده پېښه رامنځته شوه.
سرچینې ویلي چې په ټپیانو کې پولیس هم شامل دي. د ابتدايي ارزونې له مخې، د دغه برید موخه د ځايي پولیس موټر و. د پېښې ځای کلابند شوی او تر اوسه هېڅ سازمان یا شخص د دې پېښې پړه نه ده منلې.