روسيې او اوکراين د اګست په ۲۴مې نېټې یو له بل سره د اسيرانو تبادله وکړه او يو بل ته يې ۱۱۵ تنه اسيران سپارلي دي.
د روسيې د دفاع وزارت د اګست په ۲۴مه نېټه په يوې ټولنيزې رسنۍ کې خبر ورکړ، تر دوه اړخيزو مذاکراتو وروسته اوکرايني لوري روسيې ته په کورسک اوبلست ايالت کې نيول شوي ۱۱۵تنه روسي پوځيان سپارلي چې اوس په بلاروس کې تر درملنې او رواني مرستې لاندې دي او وروسته به بېرته روسيې ته ولېږدوي.
د روسيې دفاع وزارت ويلي، د اسيرانو دا ځل تبادله د عربي متحده اماراتو په منځګړيتوب تر سره شوې ده.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي پر ټولنيزې رسنۍ ويلي، روسي لوري په همدې ورځ هم اوکراين ته ۱۱۵ تنه اسيران سپارلي دي.