ګوټریش د سوډان د حاکمیت کمېټې له رئیس سره ټلفوني خبرې وکړې
CMG2024/08/25 15:22:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند دفتر د اګست په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې انټوني ګوټریش په همدې ورځ د سوډان د حاکمیت کمېټې له رئیس او د مسلح ځواکونو لوی قومندان عبدالفتاح عبدالرحمن البرهان سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

خبر وايي، دواړو خواوو د ادرې بندر له لارې د بشري مرستو د لېږلو په اړه بحث کړی او موافقه یې کړې چې سوډان ته د مرستو د ننوتلو لپاره به اسانتیاوې برابروي. ملګري ملتونه به له سوډان سره همکاري وکړي تر څو دغه پروسه آسانه او ساده کړي، د بشري مرستو د پروسس او تحویل چټکتیا یقیني کړي.

پر محلي وخت د اګست په ۱۵مه نېټه، د سوډان حکومت اعلان وکړ چې د دغه هېواد او چاد ترمنځ ادری سرحدي پوستې د درې میاشتو لپاره پرانیزي، تر څو د چاد له لارې د سوډان  دارفور ته بشري مرستو مواد ولېږدول شي.