په نړيوال فضايي سټېشن کې پاتې شوي فضانوردان به په راتلونکي کال کې د ډراګون فضايي بيړۍ په وسيله بېرته ځمکې ته ستانه شي.
CMG2024/08/25 11:13:37
شريکول:

د امريکا د فضانوردۍ چارو ادارې د اګست په ۲۴مې نېټې اعلان وکړ، چې په نړيوال فضايي سټېشن کې دوه پاتې امريکايي فضانوردان به د راتلونکي کال په فبرورۍ کې د امريکا د سپېسېکس (Space X)تخنيکي شرکت د ډراګون(Dragon) په نوم فضايي بيړۍ په وسيله بېرته ځمکې ته راستانه شي او د بويين شرکت د سټرلينر(Starliner) په نوم بله فضايي بيړۍ ښايي د روان کال په سپتمبر کې د کومو فضانوردانو په نه وړلو سره پخپله بېرته ځمکې ته ورسېږي.

( سپوږمۍ)