څو ترکي کارپوهانو په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې چين په افريقا کې د متقابل درناوي او تبادلو پر بنسټ سوداګري، مستقيمې پانګونې او بېلا بېلې همکارۍ کوي او د ډېرو افریقايي هېوادونو اقتصاد يې په خوځښت راوستلی دی.
د ترکيې د اسيا او ارام سمندر د چارو د څېړنيز مرکز مدیر سيلکوک کولاک اوغلو خبري رسنيو ته ويلي، د چين او افريقا ترمنځ سوداګرۍ او پانګونو د افريقايي هېوادونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو او کمولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
نوموړي له چین سره همکارۍ د افریقایي هېوادونو د پرمختګ لپاره ډېرې اړينې او د کمربند او لارې ګډه ابادي او د چين او افريقا د همکارۍ فورم د چين د پرمختګ او عصري تجربو د زده کړې لپاره مهم ډګرونه بللي دي.
د ترکيې په استانبول کې د مارمارا پوهنتون استاد بارش دوستل چين د افريقا تر ټولو مهم سوداګريز ملګری ياد کړی او ويلي یې دي، چې چين د متقابلو ګټو او درناوي مفکورې ساتي او د چين او افريقا همکاريو د افريقايانو په زړونو کې ژورې رېښې غځولې دي.