انټونيو ګوټرېش د لبنان او اسرائيل پر سرحدي وضعيت اندېښنه ښودلې
CMG2024/08/26 15:02:47
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اګست په ۲۵مې نېټې يوې اعلامیې کې د لبنان او اسرائيل ترمنځ په سرحدي سيمو کې د ډزو پر زياتېدو او د سیمې د حالاتو پر سختېدو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ويلي، د لبنان او اسرائيل ترمنځ د تاوتريخوالي په زياتېدو سره به ځايي خلک له ننګونو سره او د سیمې امنیت او ثبات به له ګواښ سره مخ شي.

ګوټرېش په اعلاميې کې پر اړوندو خواوو غږ کړی، چې له دښمنانه کړنو لاس واخلي او د امنيت شورا د ۱۷۰۱ نمبر پرېکړه ليک دې پلی کړي.