د چين د (CNOOC) شرکت خبر ورکړی، چې د شن های لومړي نمبر (ژور سمندر –۱) د ګازو د استخراج د دویم پړاو پروژې د وروستۍ څاه د کېندنې چارې يې بشپړې کړي او د طبيعي ګازو ورځنۍ توليدي اندازه به یې ۸۳۰ زرو متره مکعب ته ورسېږي.
د شن های لومړی نمبر د دويم پړاو پروژه د چین د های نان ټاپو د جنوب ختیځ لينګ شوي سمندري سيمه کې ده او د دغه هېواد لومړۍ پروژه ده، چې ګازي څاه ګانې يې په ډېرو ژورو سمندري اوبو کې تر زرو مترو کېندل شوې دي.
دغه پروژه د طبيعي ګازو ۱۲څاګانې لري، چې ژوروالی يې په منځني ډول له پنځو زرو مترو زیات دی.