يوه امريکايي چارواکي د اګست په ۲۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د غزې د جنګ ښکېلو خواوو د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د اوربند او د بنديانو د خوشي کولو په اړه د لوړې کچې خبرې روانې کړي، خو لا تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي او خبرې اترې به يې څو ورځې نورې هم دوام ولري، څو د نظريو پاتې توپيرونه له منځه یوسي.
د دغه امريکايي چارواکي په وينا، د اسرائيل او حماس د مرکچي پلاويو د ټيټې کچې کاري ډلې به په قاهره کې پاتې شي او د نظريو د توپيرونو د له منځه وړلو لپاره به لېدنې وکړي.
دغه امريکايي چارواکي د اسرائيل او حماس د مرکچي پلاويو ترمنځ وروستی ډیالوګ رغنده بللی او په خبره یې، ټولې خواوې د وروستي تړون د لاسليک لپاره هڅې کوي.