په فرانسه کې د ټلیګرام بنسټګر ونیول شو
CMG2024/08/26 15:07:56
شريکول:

د ټولنيزې رسنۍ «ټليګرام» بنسټګر پاول دوروف د اګست د ۲۴مې نېټې په ماښام د فرانسې پلازمېنې پاريس ته نژدې په يوه هوايي ډګر کې نيول شوی دی.

د روسیې د دوما(ولسي جرګې) غړي لیونید ایولیف د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې رسنيو ته ویلي، دوروف ځکه نیول شوی، د لوېديځ د استخباراتو اداره غواړي د "ټلیګرام" د پاسورډ د ماتولو طريقه زده کړي، څو ناټو د دغې رسنۍ له لارې حساس پوځي پيغامونه ترلاسه کړي.

د روسیې د دوما غړې ماریا بوتینا هم په دې باور ده، چې لوېدیځو هېوادونو د ټولنیزې رسنۍ "ټلیګرام" د کنټرول لپاره دوروف نیولی او نوموړی يې سیاسي قرباني کړی دی.