بېجينګ: د فيليپين بېړۍ په قصدي ډول د چين د سمندري پوليسو بېړۍ سره ټکر کړی
CGTN2024/08/26 14:27:31
شريکول:

د چين د سمندري پوليسو د ادارې مطبوعاتي وياند ګان يو د اګست په ۲۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فيليپين ۳۰۰۲ نمبر بېړۍ د اګست په ۲۵مې نېټې له مخنیوي او خبرداري سره سره په قصدي او غيرقانوني توګه د چين د نان شا ټاپوګانو سربينا پرښې ته نژدې سمندري سيمې ته تللې او بيا یې د چين د سمندري پوليسو له بېړۍ سره ټکر کړی دی.

نوموړي ويلي، فيليپين په يادې بېړۍ کې خبريالان هم کېنولي وو او غوښتل يې، چې د دې پېښې د تحريف په موخه ويډيوګانې واخلي، خو د چين سمندري پولیسو د نړيوال قانون له مخې ياده بېړۍ نېولې او بيا یې خوشې او له سیمې شړلې ده.

د ګان يو په وينا، فيليپين په دې وروستيو کې په دوامدار ډول لمسون کوونکې کړنې او د چین پر ملي حاکميت تېري کوي، د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د اقداماتو له اعلاميې څخه سختې سرغړونې کوي او سيمه ييزه سوله او ثبات ګواښي.

چین له فيليپين څخه جدي‌ غوښتي،‌ چې سمدلاسه لمسون کوونکې کړنې بندې او تورونه پای ته ورسوي او د داسې کړنو ټول مسئوليت باید پر غاړې واخلي.