د لبنان حزب الله د اګست په ۲۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ یې د خپل لوړ پوړي پوځي قوماندان فواد شکور د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائيل پراخ بريدونه کړي دي.
حزب الله ويلي، پر اسرائيل يې د بريدونو په لومړي پړاو کې له ۳۲۰ ډېر راکټونه توغولي او د اسرائيل په شمالي سیمو او اشغال شوي جولان لوړو کې يې ۱۱ نظامي اډې او ځيني نور هدفونه په نښه کړي دي.
اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ ويلي، چې د هوايي دفاعي سيسټم په مټ يې د لبنان د حزب الله زياتره راکټونه په هوا کې شنډ کړي او ځيني یې په لرو سیمو کې لوېدلي دي او د دوی اډو ته یې کوم زيان نه دی رسولی.