اسرائيل او حماس د روانې شخړې په درشل کې د امريکا، مصر او قطر په منځګړيتوب څو ځلې خبرې کړي، خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
حماس د سږکال په جولای کې د امنيت شورا د پرېکړه ليک پر بنسټ د اوربند وړانديز ومانه، خو اسرائيل ورته ناڅاپي نور شرطونه وړاندې کړل.
د غزې د اوربند نوې خبرې د روانې میاشتې په ۱۵مې نېټې د قطر په پلازمېنې دوحې کې پيل شوې، خو يوه ورځ وروسته بیا وځنډېدې او اوس په ۲۴مې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې بيا پيل شوې دي.
اسرائيلي رسنيو ويلي، د غزې او مصر ترمنځ د ۱۴ کيلومتره لرونکې سیمې، چې فيلادېلفي دهليز (Philadelphi Corridor ) نومېږي، د کنټرول مسئله د روانو خبرو د کود اصلي لامل بللی دی. امریکا وړانديز کړی، چې اسرائيل دې په دغه دهليز کې خپل ځواکونه ميشت کړي، خو حماس یې وړانديز رد کړی دی.
اسرائيل بیا د بنديانو د تبادلې په برخه کې نوي شرطونه وړاندې کړي او د اوربند پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.