سږکال په چين کې سيلانيزې چارې د سمسورتيا په حال کې دي او بهرنيانو ته اسانتيا برابره شوې، چې د ۱۴۴ ساعتونو لپاره په دغه هېواد کې پرته له وېزې پاتې شي. چين د سفر دغه امتياز د ډېرو هېوادونو وګړو ته ورکړی، چې له امله یې په دغه هېواد کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. هغه بهرني سیلانيان، چې د چين د سيلانيزو چارو د پرمختګ پټ قوت ياديږي، دغه هېواد ته یې په دويم یا ډېر ځله سفرونه کړي او له خپلو کورنيو او ملګرو سره يې يو ځای له چين څخه لېدنه کړې ده.
يوه فرانسوي سيلانی د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې يانګ شو ولسوالۍ ته تللی او هلته یوې رسنۍ سره مخ شوی او مرکه يې ورسره کړې ده.
نوموړي ويلي، هغه يو کال مخکې له خپلې مېرمنې سره يو ځای چين ته سفر کړی و او هغه وخت ورته د وېزې اخيستل ستونزمن کار و، خو اوس دغه حالت پوره بدل شوی دی. نوموړي ويلي: (( زه او زما زوی او لور د چين په هوايي ډګر کې يو ځای وو او مونږ د خپلو پاسپورټونو او د چين په ګمرک کې له فورم ډکولو او مهر لګولو وروسته اجازه ترلاسه کړه، چې له هوايي ډګره ووځو.))
د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې له يانګ شو ولسوالۍ څخه د بهرنيو سیلانيانو شمېر ۱۴۹ زرو او ۹ سوو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۰۹،۶۹٪ زياتوالی ښيي.
د چين د کډوالو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې ۱۷ ميليونه او ۲۵۴ زره بهرنيان د چين له بېلا بېلو بندرونو څخه دغه هېواد ته داخل شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۹،۹٪ زياتوالی ښيي او په همدې موده کې د چين په بندرونو کې بهرنيانو ته ۸۴۶ زره ويزې ورکړل شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸۲،۹٪ ډېروالی ښيي.
د بهرنيو سيلانيانو لپاره په چين کې پر ښکليو منظرو، خوندورو خوراکونو او تاريخي او هنري ځايونو سربيره، نور ډېر نوي انتخابونه او خوندونه هم موجود دي او په دغه هېواد کې له ځيرکې ټېکنالوژۍ ډکو ښارونو او ژوند پر بهرنيو سيلانيانو ژوره اغېزه کړې ده.
د بېلګې په توګه، ډرون د بېجينګ په بادالينګ لوی ديوال کې سيلانيانو ته سوداګريز توکي ليږدوي او په ۵ دقيقو کې د غره له لمنې څخه د لوی ديوال ټاکلو ځايونو ته یې رسوي.
د چين د هوبۍ ولايت د وو هان ښار (ګوانګ ګو) ځوړند رېل ، بې چلوونکي موټر او نورې عصري ټېکنالوژۍ په ټولنيزو شبکو کې ډېرې لاس په لاس کيږي. شمېرې ښيي، چې د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د وو هان ښار له تيان هه نړيوال هوايي ډګر څخه د تللو او ننوتلو سيلانيانو شمېر ۸۲ زرو او ۸ سوو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۵۷ چنده زياتوالی ښيي.
سږکال د چين بېلا بېلو سيمو د بهرنيو سيلانيانو لپاره د هوټلونو، د موټر چلولو له لارې د سفر او د ټکټ اخيستلو په برخو کې ډېرې انسانتياوې برابرې کړې دي.
مخ په ډېرېدونکي بهرنيان د ورخلاصون د بشپړو تګلارو او ښو خدمتونو په رڼا کې له چين سره لېوالتيا پيدا کوي.
له چين څخه د لېدنې په اړه ويډيوګانې هم په ټولنيزو شبکو کې ډېرې لاس په لاس کيږي. د سيلانيز بلوګر (Travel blogger) چلوونکو پيګي او د هغې خاوند
د چېک جمهوريت خبريال ته ويلي، چې له ۳ ميليونو زياتو انټرنېټ کاروونکو له چين څخه د دوی ويډيوګانې کتلې دي. د هغوی په وينا، ويډيوګانو کې يې د چين او چينايانو په اړه موضوعات ډېر د هرکلي وړ دي.
دغې جوړې په ويډيوګانو کې په چين کې د بايسيکل چلولو له لارې سفر، د واده په مراسمو کې د ګډون تجربه او د شپې ښکلې منظرې او ځيني نور فعاليتونه ثبت کړي او بهرنيانو ته یې د چين ژوندۍ او له حياتي ځواک ډکه بڼه څرګنده کړې ده.