د سوداګريز چاپېريال د ښه کولو لارښود « بازارونو ته د لاسرسي اسانه کول»
CMG2024/08/27 17:16:07
شريکول:

چين په وروستيو کې يو لارښود خپور کړ چې موخه یې لا ډير برابر، شفاف، معياري، پر قانون ولاړ او منظم بازاري سيسټم ته د لاسرسي اسانه کول او د خوښې وړ سوداګريز چاپېريال برابرول ده. دغه لارښود د هغه عملي سياستونو د سپارښتنو پر بنسټ چمتو شوی چې د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې کاري غونډې پر مهال وړاندې شوې وې.

بازار ته د لاسرسي پياوړي کول په بشپړه توګه د چين له روانو اصلاحاتو، ورخلاصون او د ازادې سوداګرۍ له ژمنې سره برابر دي او د چين حکومت هره هغه هڅه کوي چې د خپلو دوديزو او نويو غوړيدونکو سکټورونو پر بالقوه وړتيا د بهرنيو پانګه والو او شرکتونو اعتماد ورجلب کړي. کله چې بازارونو ته لاسرسی پراخيږي او د نړيوالې کچې سوداګريز چاپېريال وده کوي، نو د چيني عصريتوب له لوري رامنځته شوی د نوي باکيفيته کاري ځواک مفهوم به له نړيوالو سره هم شريک شي، څو نړيواله وده چټکه کړي. دا چاره به د نويو غوړيدونکو سکټورونو په برخه کې د ټکنالوژيکي انقلاب سبب شي.

د سوداګرۍ ملاتړپالنې او په نړۍ کې روانو جيوپوليټکي کشمکشونو، چې لامل یې ځيني لويديځ هېوادونه دي، په نړيواله کچه د ټکنالوژيکي او زرغونو محصولاتو اکمالاتي ځنځير له اختلال سره مخ کړی، تخنيکي پرمختګونو او شديدو سياليو نوی نړيوال اقتصاد رامنځته کړی دی. ځايي او نړيوال کاروبارونه د چين د حکومت هغه هڅې ستايي چې بازار ته د لاسرسي د اسانه کولو په لاره کې یې کوي.

چين به د نويو غوړيدونکو صنايعو لکه د سمندر په ژورو کې د څېړنو،  فضايي تحقيقاتو، هوايي چلن، روغتيا، نوې انرژۍ او مصنوعي ځيرکتيا بازارونو ته د لاسرسي ښه کولو لپاره د لاښود د اسنادو مطابق تطبيقي ستراتيژۍ جوړې کړي. مارکېټ ته د لاسرسي ښه کول به لا ډير بهرني پانګه وال په چين کې پانګونې ته وهڅوي، ځکه نړيوالو کمپنيو وار له مخې د چين په اقتصادي اقليم کې پانګونې ته زړونه ښه کړي دي.

د (صنعت۴.۰) نوښت په چوکاټ کې د چين حکومت روباټيکو، د مصنوعي ځيرکتيا او خپلکارو سيسټمونو ته وده ورکړه. دې چارې د فابريکو چلوونکي وهڅول چې د معلوماتو تحليل له ډيجټيلي ټکنالوژۍ، برېښنايي سوداګرۍ او برېښنايي اقتصاد سره ګډ کړي. نوی لارښود به د مصنوعي ذکاوت لرونکو ټکنالوژيکي توکو پراخ استعمال، د سوداګريز چاپېريال ښه کېدو او د نوي باکيفيته توليدي ځواک ودې ته زمينه برابره کړي.

نوی لارښود به نه يوازې د چين پر بازار باور زيات کړي، بلکې لويو سوداګریزو فعاليتونو ته به هم زمينه برابره کړي، ځکه بازار کې به سالم رقابت ډير شي، په خدمتي سکټور کې بازارونو ته د لاسرسي محدوديتونه به په تدريج سره کم شي، د املاکو حقوق به لوړ شي او منفي نوملړ به لنډ شي.

د دې يادونه مهمه ده چې چين تل د منفي لېست د مديريت د ميکانيزم پر ښه کولو کار کوي. دغه هېواد به د لوړې کچې ور خلاصون ته ادامه ورکوي څو له نړۍ سره د چين د عصريتوب په پایله کې را منځته شوی ليدلوري شريک کړي.

د پانګوالو د اعتماد د بيا احيا کولو او د اوږدمهالې ودې د هڅولو په موخه د واحد کورني مارکيټ د رامنځته کولو هڅې به نه يوازې د لوړ معيار سوسياليستي بازار اقتصاد د رامنځته کېدو سبب شي، بلکې د پانګونې او سوداګرۍ بهرنۍ سرچينې به وهڅوي، د بهرنۍ پانګې او سوداګرۍ ثبات به رامنځته کړي او د توکو او خدمتونو د سوداګرۍ لمن به پراخه کړي.