وانګ يي د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستيال سوليون سره وکتل
CMG2024/08/27 17:28:33
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو د کمېسيون د دفتر مدیر وانګ يي د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستیال سوليون سره وکتل. دا تر ۸ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مرستیال چین ته سفر کوي. سوليوان د خپل ماموريت په موده کې له چين څخه لومړۍ ليدنه پيل کړې او سفر يې د امريکا په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د تر لاسه شويو توافقاتو د تطبيق مهم ګام بلل کيږي.