د افریقا ډېرو رسنيو او کارپوهانو په دې وروستيو کې د چين او افريقا ترمنځ د بېوزلۍ د له منځه وړلو او کمولو همکاريو ته پاملرنه اړولې او په دې اند دي، چې افريقا د دغو همکاريو له لارې کافي خواړه توليدوي، بېوزلي پکې کمه شوې او د خلکو ژوند يې ښه شوی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲۶مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د بېوزلۍ له منځه وړل او کمښت د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو مهمه برخه ده او چين په تېرو څو کلونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او کمولو په برخه کې د چين او افريقا د همکاريو د پياوړتيا تړون پلی کړی، له افریقايي هېوادونو سره یې د دوه اړخيز همکاريز فورم په چوکاټ کې د بېوزلۍ کموالۍ په اړه تبادلې او همکارۍ کړي او څرګندې لاسته راوړنې لري.
لين جيان ويلي، چين د افريقا د عصري کېدو او د بېوزلۍ د کمښت په بهير کې مهم رول لوبولی او د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريز فورم د سرمشريزې په پار به له افريقا سره يو ځای د بېوزلۍ له منځه وړلو ته دوام ورکړي.