لي چيانګ د چين د دولتي شورا د ۹مې ځانګړې زده کړې غونډې مشري وکړه
CMG2024/08/27 13:25:30
شريکول:

د چين دولتي شورا د اګست د ۲۶مې نېټې په ماسپښين ۹مه ځانګړې زده کړده ترسره کړې او غړو یې پر دې موضوع ((د نفوس د زړېدو پر وړاندې د مقاومت د دولتي ستراتيژۍ پلې کول او د زړو کسانو د پالنې چارو او کارونو د همغږۍ پرمختګ ته وده ورکول)) خبرې کړې دي.

د چين صدراعظم لي چيانګ د دغې ځانګړې زده کړې غونډې مشري او وينا کړې او ټولو ته یې لارښوونه کړې، چې د زړو کسانو د پالنې چارو په اړه د ريئس شي جين پينګ د مهمو لارښوونو روحيه زده او پلې کړي، د چين د کمونېست ګوند له تګلارې سره سم دې د نفوس د زړېدو پر وړاندې د مقاومت دولتي ستراتيژي پلې او د زړو کسانو د پالنې چارو د باکفيته پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.