چين: د پروټېکشنيزم کړنې به ګټور فرصتونه زيانمن کړي
CMG2024/08/27 10:46:39
شريکول:

د امریکا خبري رسنيو ويلي، چې د چين زياتې پانګونې به د توليدي اندازې اضافي حالت نور هم سخت کړي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲۶مې نېټې د امريکايي رسنيو د ياد خبر په غبرګون کې ويلي، چې د پروټېکشنيزم يا د ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې به د همکاريو فرصتونه زيانمن کړي او ډېری خلک به ګټې له لاسه ورکړي.

لين جين ويلي، د چين توليدي صنعت په نړۍ کې شهرت لري او دا یې د مرستندويه پيسو يا د انحصار تکيه نه، بلکې د څيړنو او د دوامدارې پانګونې پایله بللې ده.

نوموړي ويلي، د چین د تولید بشپړ صنعتي ځنځير د نړیوال تولید او د عرضې ځنځيرونو ثبات ساتلی او په ټولې نړۍ کې ټیکنالوژیکي او صنعتي پرمختګ پرمخ وړي.

د لين جين په وينا، د چین د صادراتو اندازې په تېرو ۱۵ کلونو کې په نړيوال بازار کې لومړی مقام خپل کړی او وارداتو يې هم دوهم ځای نيولی دی چې د نړۍ د اقتصاد د ثابت او سمسور پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی.