د امريکا د ولسمشر د ملي امنیتي چارو مرستيال جاک سوليوان بېجينګ ته ورسېد
CMG2024/08/27 16:40:25
شريکول:

د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر مرستيال جاک سوليوان د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مدير وانګ يي په بلنې د اګست په ۲۷مې نېټې بېجينګ ته رسیدلی او له چين څخه به درې ورځنۍ لېدنه وکړي.

نوموړی به له بېجينګ څخه د لېدنې په ترڅ کې د چين او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تګ راتګ نوی پړاو هم بشپړ کړي.

جاک سوليوان د اګست د ۲۷مې نېټې په ماسپښين بېجينګ ته ورسېد. دا تر ۸ کلن ځنډ وروسته د امریکا د ولسمشر د ملي امنیتي چارو د مرستیال بیا چین ته سفر کوي.

سوليوان د خپل ماموريت په موده کې له چين څخه لومړۍ ليدنه پيل کړې او سفر يې د امريکا په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د تر لاسه شويو توافقاتو د تطبيق مهم ګام بلل کيږي.