په بلوچستان کې د لړیزو بريدونو له امله څه باندې ۷۰ کسان وژل شوي
CMG2024/08/27 10:19:47
شريکول:

د پاکستان په جنوب لوېديځ بلوچستان ايالت کې د اګست په ۲۶مې نېټې يو شمېر بريدونه شوي، چې له امله يې د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي، ۲۱ تنه اورپکي هم ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې اورپکو د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې له شپې راهيسې د بلوچستان په ډېرو سيمو کې ټرانسپورټي او طبي تاسيسات ويجاړ کړي، د پوځ او پوليسو پر ادارو يې بريدونه کړي او ګڼ شمېر بې ګناه وګړي يې وژلي دي.

د پاکستان پوځ ويلي، له اورپکو سره په شخړو او ځوابي بريدونو او چڼيزو عملياتو کې يې ۲۱ وسله وال وژلي دي.

اعلاميه وايي، د پاکستان د پوځ يو شمېر سرتيري د چڼيزو عملياتو پرمهال هم وژل شوي دي.