روسیې او اوکراین یو پر بل پراخ هوايي بریدونه کړي
CMG2024/08/27 10:47:25
شريکول:

روسیې او اوکراین د اګست په ۲۶مې نېټې یو پر بل پراخ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې په اوکراین کې اوبو او برېښنا پرې شوي او د روسیې په ګڼ شمېر ځایونو کې بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسیې  دفاع وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې دفاعي ځواکونو يې د دغه هېواد په ساراتوف، کورسک او څو نورو ایالتونو کې د اوکراین ۲۲ بې پېلوټه الوتکې هم ویشتلې دي.

د اوکراين هوايي ځواک په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د کيف ښار، کيف ایالت او خارکوف په شمول پر ډېرو ايالتونو هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې اوبه او برېښنا پرې شوې دي.