د بو او اسيايي فورم سرمنشي بان کيمون د اګست په ۲۶مې نېټې د تايلېنډ په پلازمېنې بنکاک کې رسنيو ته ويلي، چې د دغه فورم د ۲۰۲۵م کال غونډه به د راتلونکي کال د مارچ له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې ترسره شي.
بان کيمون نړيوال اقتصاد د کمزورتیا په حال کې بللی او په ورته مهال يې مخ پر زياتېدونکو سيمه ييزو شخړو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې له امله يې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ بهير ورو شوی او بشري ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ شوې ده.
نوموړي ويلي، اسيا د نړۍ د سولې په ټينګښت او د نړيوال پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.
د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۵م کال غونډه به د اسيا پرمختګ ته پام واړوي او نړيوالو مسئلو ته به پاملرنه او د نړيوالې ټولنې د يووالۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.