د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې د روسيې جي ډي پي ۴.۶ سلنه زياته شوې
CMG2024/08/27 10:20:33
شريکول:

د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۲۶مې نېټې يوې اقتصادي غونډې ته ويلي، چې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې يې د کورني توليد عمومي ارزښت يا جي ډي پي ۴.۶ سلنه او د صنعت توليدي ارزښت يې ۴.۴ سلنه زياتوالی موندلی دی.

نوموړي په همدې ورځ يوې اقتصادي غونډې ته په ويډيويي وينا کې د روسيې د لګښت اوسنی ارزښت پياوړی ياد کړی او ويلي يې دي، چې د سږ کال په لومړيو ۶ مياشتو کې د روسیې د پرچون خرڅلاو اندازه ۸.۸ سلنه زياته شوې او د مصرفي توګو لګښت یې د خلکو د معاش له زياتوالي سره تړلی بللی دی.