د ډونالډ ټرمپ او جوبايډن د ولسمشريو پرمهال د چين – امريکا اړيکې څنګه خرابې شوې، کله چې موږ فکر کوو چين ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکار جک سالېوان سفر د هغه لومړنی سفر دی. د امريکا د ملي امنيت مخکنۍ سلاکارې سوزان رايس بيجينګ ته ګڼ سفرونه کول او ډير کله به یې د چين د ولسي جمهوريت له رييس شي جين پينګ سره هم کتل.
د متحدو ايالتونو ولسمشر جوبايډن د چين دوسيه د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې په الاسکا ايالت کې د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلېنکن په ويجاړوونکي فعاليت او د جاسوسۍ د بالون په مسايلو سره پرانيسته. له هغې راهيسې د امريکايي لوړپوړو چارواکو او د هغوی د چيني سيالانو تر منځ ډير ملاقاتونه د واشنګټن او بيجينګ تر منځ د اختلافونو پر مديريت او د شخړو د پراخېدو پر مخنيوي متمرکز وو.
دا هر څه ښايي جذاب نه وي خو د چين – متحدو ايالتونو د اړيکو او د نړيوالو لپاره له دې کبله خورا مهم دي چې متحد ايالتونه د يوه نړيوال لوبغاړي په توګه د چين په تړاو د خپلو کورنيو سياسي وسواسو له کبله خپل رول له لاسه ورکوي. څومره چې ياد وسواس ډيريږي، په هماغه کچه د چين پر وړاندې د متحدو ايالتونو فاحش برخورد او ان سپکاوی ډيريږي، چې د ناوړه اغېزو د را کمولو لپاره یې د دواړو لورو د چارواکو تر منځ ناستې اړينې بلل کيږي. د متحدو ايالتونو د ډيپلوماسۍ يو اړخيزتوب ته په پام سره د چين ډيپلوماسۍ صبر کولو او انعطاف ښودلو ته اړتيا لري. دغه صبر او انعطاف د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د غړي وانګ يي په بلنې د چين د ملي امنيت سلاکار جک ساليوان په سفر سره ادامه مومي.
که څه هم ډيرو تمه درلوده چې د چين – امريکا اړيکې به د ټرمپ له لوري د چين پر وړاندې تر پیل شوې اقتصادي جګړې وروسته د بايډن د ولسمشرۍ په موده کې يو څه ښې شي، خو دا اړيکې په لوی لاس لا پسې خرابې شوې او دا تمه هم نشته چې په نومبر کې تر ټاکنو وروسته به پکې څه بدلون راشي، ځکه د متحدو ايالتونو هېڅ ګوند د خپلو هغو نويو لېبراليستي سياستونه بديل نه لري چې د چين په تړاو وسواس یې په هسته کې واقع دي.
دا چې نويو لېبراليستي اقتصادي سياستونو له يوې خوا ټولنيز لګښتونه راکم راکړي، لویې پانګونې یې د قانون له تابعيته ازادې کړې، ماليات یې لا ډير راکم کړي او متحد ايالتونه یې غير صنعتي کړي، له بلې خوا یې غير برابري ډيره کړې، د کارګرانو مزدونه یې کم کړي، انفلاسيون او ټولنيز وېش یې رامنځته کړی او دې چارې بيا د متحدو ايالتونو د دواړو ګوندونو ملاتړ کم کړی دی.
د بايډن ډيموکراټانو پرته له دې چې يو څه اغېزناک درواغ ووايي، د ټرمپ له لوري پيل شوې سوداګريزې جګړې ته ادامه ورکړه او آن د چين په تايوان کې یې نظامي تحرکات پيل کړل. هريس خو لا تر دې ناوړه ژمنه وکړه. هغې په خپلې وروستۍ وينا کې نه يوازې دا چې د يوویشتمې پېړۍ په سيالۍ کې د متحدو ايالتونو د بريالي کېدو ژمنه وکړه، نه د چين؛ دا ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې د نړيوال رهبر په توګه خپل موقف لا پياوړی کړي، په کوم کې به چې د تايوان مسئله مرکزي حيثيت ولري. هريس تر دې وړاندې د تايوان پر وړاندې د بايډن د ليدلوري ملاتړ هم کړی و، هغه چې څو ځله د نظامي جګړې د پېښېدو سبب هم شوی و.
په متحدو ايالتونو کې د ټاکنیزو منډو ترړو په ګرمېدو سره به هريس او ټرمپ دواړه هڅه کوي چې د چين د مسئلې په تړاو په جديت کې له يو بل مخکې شي.
په داسې حال کې چې په متحدو ايالتونو کې پانګه وال د سياسيونو مالي ملاتړ کوي، دا ملاتړ بيا د ټرمپ له ټاکنيزې ډلې ډير دی. ټرمپ به د ياد ملاتړ په بدل کې د امريکايي پانګه والو، په ځانګړي ډول د وسلو د سوداګرو غوښتنې پوره کوي او دا غوښتنې د ټايوان په تړاو په تاوتريخجنې اېجنډا سره پوره کېدای شي.
په دغسې وضعيت کې به د ټايوان پر مسئلې د مستې هريس او د سوداګريزې جګړې د هڅوونکي ټرمپ تر منځ هر راز ويش له منځه ولاړ شي او نوی دوه ګوندي مشارکت به رامنځته شي چې د چين پر خلاف به نظامي او سوداګريز تاوتريخوالی دوه برابره کړي. له دې سره هممهاله به د وانګ يي – ساليوان په ملاقاتونو کې رامنځته شوي پرمختګونه يوازې د سولې د پايښت هڅې وبلل شي.