د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش وياند دوجاريک د اګست په ۲۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ګوټرېش د بورکينافاسو په باسالوګ سیمې کې د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې ترهګريز بريد په سختو ټکو غندلی او د دغه هېواد له لنډمهالي حکومت څخه يې ملاتړ کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او بریدګر ونيسي.
دوجاريک د اګست په ۲۶مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ګوټرېش په همدې ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې ترهګريز بريدونه هم غندلي او له پاکستاني حکومت څخه يې غوښتي، چې د پېښو په اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او بريدګر دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.