د اوکراين د پوځ لوی درستيز د اګست د ۲۷مې نېټې په سهار پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراين او روسيې ترمنځ ۱۷۰ نښتې شوې دي.
روسي ځواکونو په همدې نېټې د اوکراين پر ډېرو سیمو پراخ بريدونه کړي دي.
د اوکراين هوايي ځواک په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو پر اوکرايني سیمو ۱۰ توغندي ویشتلي او ۸۱ بېپيلوټه الوتکې يې پرې ورخوشې کړې دي.
خبر وايي، د اوکراين هوايي دفاعي ځواکونو د روسي ځواکونو ۵ توغندي په هوا کې شنډ کړي او ۶۰ بېپيلوټه الوتکې يې ترې راغورځولي دي.
د اوکراين برېښنا شرکت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې روسي ځواکونو د اوکراين پر انرژۍ سيسټم سخت ګوزارونه کړي، چې له امله یې په دغه هېواد کې د روانې میاشتې په ۲۷مې نېټې د برېښنا محدويتونه لګيدلي دي.