کاناډا د چين پر برېښنايي موټرونو ګمرکي تعرفې لوړې کړي
CGTN2024/08/28 10:47:13
شريکول:

د کاناډا حکومت پر چيني برېښنايي موټرو ګمرکي تعرفې لوړې کړي او چين یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د کاناډا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او د خپلو قانوني ګټو د ساتلو لپاره به اړين تدبيرونه ونيسي او د چيني تصديو ګټې به خوندي وساتي.

چين له کاناډا څخه غوښتي، چې حقيقتونو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان مقرراتو ته درناوی ولري، سمدلاسه دې خپلې تېروتنې سمې کړي او  سوداګريزې راکړې ورکړې ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.