د اسرائيل دفاع وزارت د اګست په ۲۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ غزې تړانګې کې چڼيز عمليات کړي او په ترڅ کې يې تر ځمکې لاندې تونل کې يو اسرائيلي بندي موندلی او ژغورلی دی.
اسرائيلي رسنيو ويلي، دا اتم اسرائيلي بندي دی، چې د اسرائيلي ځواکونو په چڼيزو عملياتو کې پيدا او ژغورل شوی دی.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې د ټولو بنديانو د خوشي کولو لپاره هڅې کوي او د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو او مباحثې هره ممکنه لاره کاروي.