بيجينګ: موږ له نړيوالې ټولنې سره په ګډه افريقايانو ته ګټې رسوو
CMG2024/08/28 17:52:08
شريکول:


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند  لين جيان د اګست په ۲۸مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه. خبريال له لين جيان څخه دا پوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د هېوادونو د چارو مرستيال منشي او د کينيا  اقتصاد پوه هنا ريډ وويل، چې له چين سره ملګرتيا به افريقايي هېوادونه اړ نه کړي چې خپلې تګلارې بدلې کړي، د افريقا د غوښتنو او وړتياوو پر بنسټ کارونه د افريقا او چين تر منځ د همکارۍ څرګندې ځانګړتياوې دې. په دې وجه لويديځ هېوادونه او د سيمې څخه بهر نور همکاران هم د دې لامل شوي، چې د افريقا اړتياوو ته پام واړوي او له افريقا سره مساوي همکاريزې اړيکې جوړې کړي.
وياند لين جيان وويل، چين له افريقا سره د همکارۍ په ترڅ کې تل صميمي، د اخلاقو او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه رويه غوره کوي او د چين او افريقا د خلکو بنسټيزو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. موږ اوس د چين د پرمختګ په اتکا د افريقا د پرمختګ هڅونه کوو او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د افريقا د عصري کېدو ته وده ورکوو. د چين او افريقا د اړيکو پرمختګ لپاره موږ هيڅ شخصي نظريې نه لرو او د افريقا د خلکو د ګټو او وړتياوو پر بنسټ د افريقا درناوی کوو او په مساوې توګه ورته ګورو او هيڅکله ورباندې زور نه اچوو او شخصي ګټې نه لټوو.
د افريقا له پرمختګ څخه ملاتړ کول د نړيوالې ټولنې ګډ مسووليت دی. چين هيڅکله د ځان لپاره د نړۍ  د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ نه کوي، خو د افريقا په شمول د ټولو پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا پلويتوب کوي.