شي جين پينګ د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د هراړخیزې ژورتیا کمېسیون د ۶مې غونډې مشري وکړه
CMG2024/08/29 17:23:12
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي ، دولت رئیس او د دې کمېتې د اصلاحاتو د هراړخیزې ژورتیا کمېسیون مدیر شي جين پينګ د اګست په ۲۹مه نېټه د دې کمېسیون د ۶مې غونډې مشري او وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ، چې د اصلاحاتو لا نوره هراړخیزه ژورتیا له نوې زمانې راهیسې د بشپړ شويو کارونو پر بنسټ ترسره کېږي او کلک بنسټ او ګټور شرایط لري. اړوندې ادارې باید د اصلاحاتو لاسته راوړنو او مهمو تجربو په کارولو سره د اصلاحاتو د لا نورې ژورتیا چارې غوره ترسره کړي.