هندوراس له امريکا سره د مجرمينو د سپارلو تړون لغوه کړ
CGTN2024/08/29 10:41:26
شريکول:

د هندوراس ولسمشرې اريس سيومارا کاسترو سارمينتو د اګست په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د امریکا لاسوهنې غندلې دي.

نوموړې ويلي، امریکا په هندوراس کې د سفارت او نورو استازنځيو له لارې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او  دغه کړنې يې د نړيوال قانون له اصولو سره په ټکر کې يادې کړي او پر خپل ملي حاکمیت يې يو ډول تيری بللی دی.

کاسترو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزير ايدواردو انريک ژېنا ته امر کړی، چې له امريکا سره د مجرمينو سپارلو تړون څخه د وتلو چارې پيل کړي.