روسيې پر ۹۲ امريکايانو بنديزونه لګولي
CMG2024/08/29 10:00:14
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پر ۹۲ امريکايانو يې دغه هېواد ته په ورتګ بنديز لګولی دی.

اعلاميه وايي، مسکو دغه ګام د روسيې پر ضد د امريکا د بايډن د حکومت د اوږدمهالو تګلارو په ځواب کې پورته کړی دی.

د روسيې په دغو بندیزونو کې د امريکا د قانون اجرائي ادارې، اطلاعاتې ادارې، د پوځي صنعتي تصديو او د مالي ادارو مشران او د رسنيو ځيني خبريالان شامل دي او دوی نشي کولی، چې د روسيې خاورې ته داخل شي.