د عرب ليګ سرمنشي د اسرائيل پوځي عمليات وغندل
CGTN2024/08/29 10:40:37
شريکول:

د عرب لیګ سرمنشي احمد ابوالغيط د اګست په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د اسرائيل پوځي عمليات په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړي ويلي، اسرائيلي ځواکونو د اردن سیند د لوېديځې غاړې په شمال کې سخت بريدونه او عام قتل کړی، بنسټيزو تاسيساتو ته يې زیانونه رسولي او روغتون يې کلابند کړی او د سیمې وضعيت يې نور هم ترينګلی کړی دی.

ابوالغیط په اعلاميې کې پر نړيوالې ټولنې هم نيوکې کړي، چې د سیمې د وضعيت د سختېدو په مخنيوي کې يې هڅه نه ده کړې او په خبره یې، د سیمې حالات او  روانه شخړه د سختېدو په حال کې دي.

نوموړي امريکا ته هم ګوته نېولې، چې پر اسرائيل هیڅ فشار نه اچوي او  په خبره یې، د غزې د اوربند تړون به له ننګونو سره مخ شي.