د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د اګست په ۲۹ مې نېټې خبر ورکړی، چې چين او افريقايي هېوادونو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د پرمختګ راپور په نوم ابي کتاب رسماً خپور کړی دی.
د دغه ابي کتاب له مخې، د افريقا ۵۲ هېوادونو او افريقايي ټولنې له چين سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکارۍ يادښتونه لاسليک کړي او چيني تصديو د دغه نوښت په چوکاټ کې په افريقايي هېوادونو کې له ۱۰ زرو کيلومترو اوږدې رېل پټلۍ ، نږدې ۱۰۰ زره کيلومتره سړکونه، نږدې زر پلونه، شاوخوا سل بندرونه، د برېښنا ۶۶ زره کيلومتره لينونه او ۱۵۰ زره کيلومتره مخابراتي شبکې رغولې دي.