د فرانسې د پاريس څارنوالۍ د اګست په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ټولنيزې رسنۍ (( ټليګرام)) بنسټګر او اجرائيه ئيس پاول دوروف، چې څو ورځې وړاندې په فرانسې کې نيول شوی و، په همدې ورځ یې په ضمانت خوشی کړی او نوموړی نه شي کولی، چې له فرانسې څخه ووځي.
اعلاميه وايي، چې پر پاول دوروف د روانې مياشتې په ۲۸مې نېټې دعوا شوې او اوس تر څارنې لاندې د ۵ ميليونو يورو په تضمين خوشی شوی دی.
پاول دوروف مکلف دی، چې په اوونۍ کې دوه ځلې د پوليسو ادارې ته راپور ورکړي او د فرانسې له خاورې څخه د وتلو اجازه هم نه لري.