د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اګست پر۲۹مې نېټې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د امريکا د ولسمشر د امنیتي چارو له مرستيال جېک سوليون سره وکتل.
شي جين پينګ دې ته په اشارې ويلي چې د بدلېدونکي نړيوال حالت پر وړاندې بېلا بېل هېوادونه يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري او بېلتون او مقاومت نه غواړي. نړيوال بېرته شاتګ نه بلکې ورخلاصون او ترقي غواړي. چين او امریکا د دوو لويو هېوادونو په توګه بايد په تاريخ کې د خلکو او نړۍ لپاره خپل مسؤليت پر غاړه ولري او د نړيوالې سولې ثابته سرچينه او د ګډ پرمختګ د پرمخ بېولو ماشين وګرځي.
که څه هم د چين او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې ستر بدلونونه راغلي، خو د دغو اړيکو د ثابت او د سالم او دواملرونکي پرمختګ لپاره د چين هڅې نه دي بدلې شوې، د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو حل وفصل د چين د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيایي ګټو د ټينګ ساتلو لپاره د دې هېواد دريځ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ د دوام لپاره زموږ هلې ځلې هم نه دي بدلې شوې.
هيله من يو چې امريکا له چين سره ګډ ګامونه پورته کړي، په معقولې رويې سره چين او د دې هېواد پرمختګ ته وګوري، متقابل پرمختګ ننګونه نه بلکې فرصت وبولي او له چين سره يو ځای د ګډ ژوند لپاره سمه لار پیدا کړي.