چين په سوريه کې د غير قانوني پوځي حضور د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
CMG2024/08/29 14:54:39
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اګست په ۲۸مې نېټې په امنيت شورا کې د سوريې د سياسي او بشري مسئلو علنۍ غونډې ته وينا کړې او له اسرائيل څخه يې غوښتي، چې پر سوريې روان بريدونه ودروي او پر نورو هېوادونو یې هم غږ کړی، چې په سوريه کې غير قانوني پوځي حضور پای ته ورسوي.

نوموړي هيله ښودلی، چې بېلا بېل هېوادونه د سيمه ييزو حالاتو د ښه کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

ګنګ شوانګ ويلي، ټول هېوادونه دې د سوريې حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی ولري او له اړوندو خواوو څخه يې د زغم او حوصلې غوښتنه کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د سوريې په شمول د سيمه ييزو هېوادونو د ثبات لپاره عملي هڅې وکړي.

نوموړي د سوريې مسئلې پر سياسي حل ټينګار کړی او د ملګرو ملتونو د سوريې مسئلې له ځانګړي استازي څخه یې غوښتي، چې د سوريايانو په مشرۍ او مالکيت د دغه هېواد مسئلو ته د حل لارې ولټوي.