د چین کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېسيون مرستیال جانګ يو شيا د اګست په ۲۹ مه په پلازمينه بېجینګ کې د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر له مرستيال جېک سوليون سره وکتل.
جانګ يو شيا وويل، د چين دولت رئيس شي جين پینګ د تېر کال په ډسمبر کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره په سانفرانسیسکو کې سره وکتل او د روان کال په اپريل کې يې بیا تليفوني خبرې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت، سالم او دواملرونکي پرمختګ لوری په ګوته کړی دی. دواړه خواوې دې د مشرانو اجماع ښه پلې کړي.
نوموړي وويل، امریکا دې د چين د ستراتېژيو په اړه خپل پوهاوی سم کړي، د چين په اړه دې معقول او رغنده تګلارې غوره کړي، د دغه هېواد حساسو ګټو ته دې درناوی ولري او له چين سره په ګډه د پوځونو ترمنځ د نظر تبادلې پياوړې کړي او د لویو هېوادونو په توګه دې مسئوليتونه پر غاړه واخلي.