چین او امريکا دښمنان دي او که همکاران؟
CGTN2024/08/30 15:44:21
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیتي چارو له مرستيال جېک سوليون سره کتلي او د  دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له جېک سوليون سره په دغې لېدنې کې ویلي، چې چین او امريکا باید لومړی دغه پوښتنه ځواب کړي، چې دوی دوښمنان دي او که همکاران؟

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا له چين سره یو ځای ګډې هڅې وکړي،‌ څو دوه مختلف تمدنونه، نظامونه او لارې لرونکي هېوادونه په ځمکنۍ کرې کې ګډ سوله ييز پرمختګ ومومي.

سوليوان هم هيله ښودلې، چې له چين سره د نظريو تبادلې وساتي او په سوله کې د ګډ ژوند او د خپلمنځي اړيکو د تلپاتي پرمختګ لاره پيدا کړي.    

جېک سولیون د چين او امریکا د نويو ستراتيژيکو خبرو اترو د ترسره کولو په موخه چين ته تللی دی .

د مالوماتو له مخې، چيني او امريکايي لوريو  صادقې او رغنده خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د راشې درشې په اړه يې سلامشورې کړې دي. د امریکا سپينې ماڼۍ هم د يادې لېدنې په اړه فعالې څرګندونې کړې دي.

د چين او امريکا روانې خبرې ددې ښکارندويي کوي، چې دواړه خواوې غواړي توپیرونه کنټرول کړي او خپلمنځي اړيکې ثابتې وساتي.

چيني لوري له دغه هېواد څخه د سولیون تر ليدنې مخکې خپل دريځ څرګند کړی و  او له امريکا يې غوښتي وو، چې د چين مرکزي ګټو ته درناوی وکړي، د کورنيو سياسي چارو له امله دې د چين او امريکا اړیکو ته زيانونه نه رسوي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

بېجينګ له تېرو څو کلونو راهيسې په دې اند دی، چې چین او امريکا دې د يو بل پرمختګ او بريالیتوب د ځان لپاره ننګونه نه، بلکې د ګټو فرصت وبولي او چین غواړي له امريکا سره اړيکو ته ښه پرمختګ ورکړي.

رئيس شي جين پينګ ویلي، چين او امريکا دې په نوي عصر کې د متقابل درناوي،‌ په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ تګ راتګ وکړي او د خپلمنځي اړیکو بنسټ دې ټينګ وساتي.

داسې ښکاري، چې چين له امريکې نه يوازې فعالې غوښتنې، بلکې مطلوب پلان هم لري او له امريکې سره مناسب تګ راتګ غواړي.

د چين د پرمختګ موخه دا نه ده، چې د امريکا ځای ونيسي، بلکې غواړي، خپلو خلکو ته ښه ژوند ورکړي او هيڅ بهرنی ځواک نه شي کولی، چې د پرمختګ مخه يې ونيسي.

سولیون له چيني چارواکو سره په خبرو کې څرګنده کړې، که امريکا او چين متقابل او برابر تګ راتګ وکړي، نو په ځمکنۍ کرې کې سوله ييز او ګډ ژوند کولی شي.

خو ايا امريکا به خپلو څرګندونو او ژمنو ته د عمل جامې واچوي؟ 

امريکا په تېر کې هميشه خپلې ژمنې ماتې کړي او په خپلې خوښې یې چارې ترسره کړې دي. واشنګټن د چين او امريکې د مشرانو د سانفرانسيسکو له لېدنې راهيسې له بېجينګ سره خبرې زياتې کړي، خو‌ له بلې خوا يې بیا نور زيات بنديزونه پرې لګولي دي. دلته به یې څو مثالونو ته اشاره وکړو. امريکا په دې وروستيو کې د تايوان مشر ته بلنه ورکړې، چې له دغه هېواد څخه لېدنه وکړي؛ پر چين يې يو لړ بنديزونه لګولي، ګمرکي ماليات يې پرې زیات کړي‌ او دغه هېواد يې د صادراتو په تور لېست کې شامل کړی دی؛ د جنوبي سمندر په اړه د چين او فيليپين په شخړه کې يې له فيليپين څخه ملاتړ کړی؛ د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو د سختېدو مسئوليت يې پر چين ور اچولی او د چين پر تصديو او شخصيتونو يې بنديزونه لګولي او داسې نور څرګند ساري یې يادولی شو. د امريکا يو لړ اقداماتو د چین حقونو ته سخت زيانونه رسولي او که خپلې کړنې بدلې نه کړي، نو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې به همداسې په کږليچونو کې روانې وي.

د چين او امريکا ترمنځ‌ ښه چلند نه يوازې د دواړو هېوادونو ګټې زياتولی شي،‌ بلکې د نړۍ پر پرمختګ هم لويه اغېزه لري. که څه هم د امريکا کورنی سياسي وضعيت بدلېږي، خو چين او امريکا دا مسئوليت لري،‌ چې يو له بل سره ښه چلند وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د سانفرانسيسکو پلان پلی کړي.

رئيس شي جين پينګ وايي، چين او امریکا بايد د دوو لويو هېوادونو په توګه د خلکو او نړۍ مسؤليت پرغاړه ولري او د نړيوالې سولې ثابته سرچېنه او د ګډ پرمختګ د پرمخبېولو ماشينونه باید وګرځي.