د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير د زاپوريژيا اټومي برېښناکوټ ته ورځي
CMG2024/08/30 11:10:18
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رفايل ګروسي د اګست په ۲۹مې نېټې ويلي، چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې د زاپوريژيا اټومي برېښناکوټ څخه لېدنه وکړي او ځايي وضعيت به وارزوي او له روسي او اوکرايني لوريو سره به د لوړې کچې خبرې وکړي.

ګروسي په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د زاپوريژيا اټومي برېښناکوټ وضعيت د دوامدارې ترينګلتيا په حال کې دی او هلته د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ ميشتو کارپوهانو په دې وروستيو کې د چاودنو او نورو پوځي عملياتو غږونه اورېدلي او ځيني غږونه اټومي برېښناکوټ ته نږدې پورته شوي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې پر اټومي برېښناکوټ بريدونه به غمجنې پايلې ولري او هيچا ته به یې ګټې ونه رسیږي او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې په هره بيه د اټومي پېښې د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.