د چین د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکې د چارو ادارې مشر یانګ تاو د اګست په ۲۹مې نېټې رسنیو ته بېجينګ ته د جېک سوليون د سفر په اړه مالومات ورکړي دي.
نوموړي ويلي، د امریکې د ولسمشر د ملي امنیت مرستيال جېک سوليون د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مدیر وانګ يي په بلنې د اګست په ۲۷مې نېټې له چين څخه درې ورځنۍ لېدنه وکړه او د چین او امریکې د ستراتيژيکې همغږۍ نوی پړاو یې ترسره کړ.
ښاغلي یانګ تاو ویلي، دواړو خواوو د چين او امريکې د مشرانو د سانفرانسیسکو لېدنې د ګډو نظریو د پلي کېدو حالت یاد کړی او هوکړه یې کړې، چې د مشرانو ګډ نظرونه به پلي کوي.
دواړه خواوې د لوړپوړي تګ راتګ او د مختلفو کچو تبادلو د ساتنې، د نشه يي موادو د مخنیوي، د غیر قانوني کډوالو د بېرته سپارلو او د اقلیمي بدلون ضد په شمول د ځینو مسئلو په اړه ګډو نظريو ته رسیدلي او موافقه يې کړې، چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د حکومتونو ترمنځ دوهم ډیالوګ به ترسره کړي او د منځني ختیځ، اوکراین او کوریا ټاپووزمې په شمول د مهمو سیمه ییزو موضوعاتو په هکله به همغږۍ ته دوام ورکړي.