شي جين پينګ: چين او امریکا دې د تاريخ، ملتونو او نړۍ مسئوليت پرغاړه واخلي
CGTN2024/08/30 10:00:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۹ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د امريکا د ولسمشر د امنیتي چارو له مرستیال جاک سوليون سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شي جين پینګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، که څه هم د چين او امريکا وضعيتونه او خپلمنځي اړيکې ډېرې بدلې شوي، خو د چين هغه موخه، چې له امریکا سره به اړيکو ته ثابت، سالم او دواملرونکی پرمختګ ورکوي او هغه اصل، چې خپلمنځي اړيکې به ورسره د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او ګډو ګټورو همکاريو پر بنسټ پرمخ بیایي، نه دي بدل شوي او دغه راز د خپل ملي حاکميت، امنيت او پراختيايي ګټو د ساتلو دريځ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوديزې دوستۍ ته د دوام ورکولو هڅې يې هم نه دي بدلې شوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې امریکا له چين سره پر ګډ لوري ګام پورته کړي او چين ته په مثبت او منطقي نظر او پرمختګ يې وګوري او دواړه هېوادونه دې د يو بل پرمختګ ځان ته ننګونه نه، بلکې پراختيايي فرصت وبولي او امریکا دې له چين سره د دوو لويو هېوادونو د اړيکو د پرمخبېولو سمه لاره ومومي.

سوليون ويلي، د چين او امريکا مشرانو تېر کال په سانفرانسيسکو کې سره وکتل او له هغه وخت راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مهمو همکاریو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

نوموړي ويلي، هغه به د اړوندو اجنډاوو د پلي کولو لپاره دوامدارې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د نظر تبادلې به وساتي.