د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش ویاند سټیفن دوجاریک د اګست په ۲۹مې نېټې رسنیو ته ویلي، چې انټونيو ګوټرېش د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د وروستیو حالاتو په اړه ژوره اندېښنه لري او له اسرائیلي ځواکونو يې غوښتي، چې هلته عمليات ودروي.
دوجاریک ویلي، اسرائيلي ځواکونو د روانې میاشتې په ۲۸مې نېټې د اردن سیند په لوېدیځې غاړې کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتي او بنسټیز تاسیسات یې زيانمن کړي دي.
د اسرائيلي ځواکونو په دغو عملياتو کې د ماشومانو په ګډونو ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ګوټرېش د اسرائيلي ځواکونو پر يادو عملياتو ژوره اندېښنه ښودلې او په سختو ټکو يې غندلي دي.
ګوټرېش ویلي، د اسرائيلي ځواکونو عمليات به د اردن سیند په لوېدیځې غاړې کې کړکېچن وضعیت لا پسې خراب او د فلسطین ملي اداره به کمزورې کړي او ترې غوښتي یې دي، چې سمدستي روان عملیات ودروي.