په اروپايي ټولنې کې پر اسرائيلي چارواکو د بنديز لګولو په اړه توپيرونه موجود دي
CMG2024/08/30 15:24:40
شريکول:

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوسيپ بوريل د اګست په ۲۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه به اروپايي ټولنې ته د اسرائيلي کابېنې پر هغو وزيرانو د بنديز لګولو لايحه وړاندې وکړي، چې د فلسطينيانو په اړه د دښمنۍ په راپارولو تورن دي او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه به د دغې لايحې د ملاتړ غوښتنه وکړي.

د بنديز لګولو د لايحې تصويب د اروپايي ټولنې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو توافق ته اړتيا لري، خو د اروپايي ټولنې په داخل کې د فلسطين او اسرائيل په اړه بېلا بېلې رويې او نظرونه موجود دي.

د ايرلنډ بهرنيو چارو وزير د بلژيک په پلازمينې بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غير رسمي غونډې کې له ګډون مخکې د بوريل له لايحې څخه ملاتړ کړی دی.

د اتريش او چک د اسرائيل له ((ځاني دفاع )) ملاتړ او د اسرائيل پر حکومت د اروپايي ټولنې له سختو بنديزونو سره يې مخالفت ښودلی دی. د ايټاليې بهرنيو چارو وزير بیا بنديز لګونه مناسبه لار نه ده بللې.

د جرمني بهرنيو چارو وزيرې ويلي، چې ارويايي ټولنې پر هغو اسرائيلي چارواکو بنديزونه لګولي، چې په زور د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې اوسيږي او په خبره یې، د نورو تدبيرونو نيول د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو توافق ته اړيتا لري.