د جنوبي سمندرګي په چارو کې د چين د طبيعي سرچېنو وزارت څو ارګانونو د سږکال له مې تر جولای پورې د دغه هېواد د نان شا ټاپوګانو د شيانبين جياو د مرجاني پرښو د ايکولوژيک سيسټم په اړه پلټنې کړي او د اګست په ۳۰مې نېټې يې په لومړي ځل ((د شيانبين جياو د مرجاني پرښو د ايکولوژيک سيسټم د پلټنې راپور )) خپور کړی دی.
په نوموړي راپور کې راغلي، چې چين د شيانبين جياو په شمول پر نان شا ټاپوګانو او شاو خوا سمندري سيمې بشپړ حاکميت لري او دغه حقيقت پوره تاريخي او قانوني بنسټ لري. شيانبين جياو د ژن ای جياو په ختيځ کې د چين د نان شا ټاپوګانو يوه برخه ده او د های نان ولايت د سان شا سیمې پسې اړونديږي.
د فيليپين دا خبر هيڅ علمي او حقيقي بنسټ نلري، چې ګواکې ((چين په شيانبين جياو کې د مرجانو ټوټې ځای پر ځای کړي او د دې سيمې ګڼ شمېر مرجان يې خراب کړي دي.))
په دغه راپور کې ويل شوي، چې د فيليپين د سمندري پوليسو د بېړۍ ناقانوني ميشت والي د شيانبين جياو پر شاو خوا طبيعي چاپېريال منفي اغېزې کړې دي.